IQNA

د  اماراتو په شارجې کې د ؛مقاصد القرآن ؛سمینار جوړ شو

13:40 - April 19, 2025
د خبر لمبر: 3490982
ایکنا – د اماراتو د شارجې د اسلامی معارفو پوهنتون او د شریعت پوهنځي له خوا د ؛مقاصد القرآن ؛نومې سمینانر د څو هیوادونو د اسلامی شخصیّتونو په شتون سره ترسره شو.

ایکنانیوز د شارجه ۲۴ له قوله راپور راکړ،د مقاصد القرآن نومې سمینار د شارجې پوهنتون په رازي هال کې ترسره شو.

 د شارجې پوهنتون مشر حمید مجول النعیمي  په دغه سمینار کې پخپلې وینا کې د پوهنتون له  هغو فعالیتونو څخه ملاتړ ته اشاره وکړه چې لامل شوي دي څو خپله پوهنتوني او علمی لارې ته په بریالیتو سره  دوام ورکړي.

 النعیمي ددغه سمینار پر اهمیّت او  د علمی څیړنو په خدمت کې ئې  په موخو باندې په ټينګار سره روښانه کړه ، د شارجې پوهنتون د سټراټژيکو پروګرامونو په اساس فعالیت کوي او  د بشریّت لپاره او دغه راز د اسلام د تمدني او پيژندګلویزو اغیزو   مطالعې لپاره  د لاښه راتلونکي په لړ کې هڅه کوي.

 د عربستان د سلطنتي دربار سلاکار او د مکې د مسجد الحرام د جماعت امام  شیخ صالح بن عبدالله بن حمید  هم پخپلې وینا کې د دغه سمنیار په منظمونې او ترسره کونې کې د ترسره  شوو هڅو څخه  چې له یوه ترټولو مهمه  موضوع ئې د قرآن کریم  موخې  چې توحید، عبادت ،عبودیت ،عدالت، رحمت او انساني کرامت دی قدرونه وکړه او وې وئيل؛ دغه موخې د انسان د نفس د پاکونې  او د اسلام د اساسي اصولو په ساتن کې ډير مهم رول لري.

د مسجد الحرام د جماعت امام د قرآن کریم جدي مطالعې  او د هغه په علومو کې تخصص او  دهغه په موخو کې د ژرف جوړړونې او لیدتوګې  اهمیّت ته کتنه وکړه چې  د اسلام حقایق او ځانګړنې  رابرسیره کوي او انسان  د هغو  په معنو او ارزښتونو پوهويو  او   د هغو موخو او رازونو ته ئې رسوي.  هغه ووئيل،  د قرآڼ د نظر وړ موخې ، هغه اهداف دي چې قران کریم  دهغو لپاره نازل شوی دی، د خداوندمتعال بندګۍ او په دنیا او آخرت کې د  هغه د بندګانو مصلحتونه او ګټو ته رسیدل دي.

د مصر د الازهر مرستیال شیخ محمد الدوینی  هم پخپلې وینا کې د قرآن کریم د موخو او تفسیبر او د هغه  په معناؤ کې تدبر  په معرفي کولو کې د عالمانو هڅې ته  اشاره وکړه  او د قرآن کریم د مطالعې  او دهغو د موخو د پيژندلو   اهمیت باندې په ټينګار سره ئې  ووئيل؛ قرآن کریم  د ژوند د حقیقي مشکلاتو لپاره  اغیزشیندونکي لارې چارې وړاندې کوي او  د روحي او نفسیاتي ناروغیو لپاره  اغیزشیندونکي او اثر کونکي درملنې  وړاندیز کوي.

هغه زیاته کړې ده ،  د قرآن کریم تکرارول  مونږ ته یادونه کوي چې مونږ یو امت یوو، په تل پاتې هویټ او تاریخ سره د لوړو غرونو په شان. هغه همداراز ټينګار وکړ،  د قرآن آیتونه  مونږ د هغه اخلاقو یادونه کوي ، چې باید وې لرل شو او د هغو دستورات مونږ ته یادونه کوي چې مونږ  د علم اوعمل امت یوو.

ددغه سمینار د پرانیستونکو دستورو په پاي کې د شارجې د حاکم مرستیال  شیخ سلطان بن احمد القاسمي ددغه سمینار  د اصلي ویناوالو  او  د مختلفو اورګانونو څخه د ملاتړو  قدرونه او ستاینه وکړه.

https://iqna.ir/fa/news/4276931

captcha